افغانستان 01 دلو 1402 - 4 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د طالبانو اداري مرستیال: د امکان تر حده به د خلکو اړتیاوې پوره کوو

د طالبانو اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د شنبې په ورځ (د جدي ۳۰مه) په کابل کې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو له علماوو او مخورو سره وکتل. په دې غونډه کې علماوو او مخورو پوهنه، روغتیا او پرمختیايي چارې د خلکو اساسي اړتیاوې وبللې او له طالبانو یې وغوښتل چې په دې برخو کې لا زیاته پاملرنه وکړي. په دې کتنه کې مولوي عبدالسلام حنفي وويل چې د طالبانو اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې د خلکو خدمت کول خپل اساسي مکلفيت ګڼي او په دې برخه کې به له هيڅ راز هڅو څخه ډډه ونه کړي. هغه زیاته کړه، طالبان هڅه کوي تر څو په دې برخو کې د خلکو اړتیاوې پوره کړي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *