تحلیل سیاسی 27 حمل 1403 - 2 هفته پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

صهیونیسټ رژیم ته د ایران د اسلامی جمهوریت ځپونکی ځواب

په تیرو څو میاشتو کښې صهیونیسټ رژیم په سوریه کښې د ایرانی سلاکارانو او قوماندانانو پرضد ډیر ترهګریز عملیات ترسره کړی دی او وروستی یې په سوریه کې د ایران د سفارت د قونسلګرۍ برخه په نښه کړه چې د ودانۍ د بشپړ ویجاړولو او د سپاه پاسداران د ۷ قوماندانانو د شهادت لامل شوه. د دغه صهیونیسټی جنایت د ترهه ګرۍ څرنګوالی ته په پام سره، دا د ایران د اسلامی جمهوریت په سفارت باندې حمله وه چې د ایران په خاوره حمله ګڼل کیږی او دې کار ایراني چارواکي دې ته اړ کړل چې د اسرائیلو پر وړاندې پرېکنده ځواب ورکړي. په دمشق کښې د ایران د سفارت په نښه کولو سره صهیونیسټ رژیم د نړیوالو قوانینو او ډیپلوماټیکو مصونیتونو خلاف ورزی وکړه او د نړیوالو قوانینو د جوړولو دروغجنو ادعا کونکو نه یوازې دا چې دغه صهیونیسټ جنایت ونه غندل بلکې د اسرائیلو په سیاسی او پوځی ملاتړ سره یې دغه ترهګریز عمل له پامه غورځولی دی. وروسته له دې چې ملګرو ملتونو او امنیت شورا د اسرائیلو دغه عمل ونه غندل، د ایران اسلامي جمهوریت د دغه جنایت د سزا او ځواب ورکولو پرېکړه وکړه او د پراخو بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د عملیاتو په ترڅ کې یې د اسرائیلو د خاورې ژوروالی په نښه کړ. په دې عملیاتو کې لسګونه بې پیلوټه الوتکې او د لرې واټن ویشتونکي توغندي کارول شوي، چې د اسرائیلي او غربي چارواکو په وینا بې ساري وو. نړۍ ته د ایران د ځواب پیغام دا دی چې د ایران اسلامي جمهوریت د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا او ګټو په اړه له هیچا سره جوړجاړی نه دی کړی او په ټول توان سره له خپلو ایډیالونو او ارزښتونو دفاع کوي او په دې لاره کې له هیڅ پوځ او ایتلاف څخه نه ویریږي. په دې ځواب کې د مداخلې نه کولو په اړه امریکایانو ته د ایراني مشرانو خبرداری هم د لویدیځ له هر ګواښ سره د مقابلې لپاره د ایران د هوډ څرګندونه کوي. سپاه پاسداران د یوې بیانیې په خپرولو سره دې ته اشاره کړې چې که د کوم هېواد یا اډې له خوا ګواښ وشي، د ایران له خاورې به له مستقیم ځواب سره مخامخ شي. صهیونیسټ رژیم په لیونی او بې حسابه اقداماتو سره د ایران لاسونه د هرډول اقدام لپاره خلاص کړل او اوس د «صادق وعده» بې ساري عملیاتو په سیمه او نړۍ کې یوه نوې پاڼه بدله کړې ده چې صهیونیسټ رژیم به نور د ایران د ګواښلو توان او جرئت ونه لري. په اشغال شویو سیمو کې د توغندیو راتګ او د هغوی اغیزې د نړۍ مسلمانانو ته دا وعده ورکړه چې د اسرائیلو ګواښونه نور د عملي حل لاره نه ده او د اوسپنې د ډم او د سیمې د غوره پوځ په اړه د دوی ادعاوې بې بنسټه او دروغ دي. اوس ایران په سیمه کې نوي قوانین وضع کړي چې د اسرائیلو په ځواب کې یې د خپل توان یوه برخه ښودلې ده. داسې ښکاري چې د ایران اسلامي جمهوریت په اوسنیو حالاتو کې د هر ډول ګواښ د ځواب ورکولو لپاره کلک هوډ لري او د فلسطین دوستان او د مقاومت جبهې د ایران له دغه اقدام څخه تر بل هر وخت زیات تشویق شوي او د اسرائیلو د ماتې او د بیت المقدس د آزادولو هیلې یې له پخوا زیاتې شوې دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *