تحلیل سیاسی 09 ثور 1403 - 2 هفته پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

ایا دیپلوماتیک سفرونه د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی دی؟

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، کابل ته د ډيپلوماتانو او بهرنيو پلاوو سفر ښيي چې دغه ډله په پراخه کچه منل شوې او نه منزوي شوې ده. مجاهد زیاته کړه چې په دې منځ کې له طالب چارواکو سره د اسلامي همکاریو سازمان د مرستیال او ورسره پلاوي او همدارنګه د روسیې، مالیزیا، قزاقستان، ترکمنستان او اروپايي ټولنې د ډیپلوماټانو لیدنه د پام وړ ده. د طالبانو ویاند ویلي چې: “د ازبکستان په یوه مهمه غونډه کې چې د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت د سرپرست حمیدالله اخندزاده په مشرۍ د افغان پلاوي ګډون د دې ښکارندویي کوي چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی، اړیکې ورسره خوندي دي او تبادلې روانې دي.” هغه وویل چې له بهرنیو هیوادونو سره د طالبانو اړیکې ورځ په ورځ پراخیږي. مجاهد ادعا کړې، چې له بهرنیو چارواکو سره د دې ډلې ناستې “د افغانستان لپاره په اقتصادي ډګر کې ښې پایلې لري.” مجاهد ټینګار کړی چې د افغانستان د انزوا او کمزورۍ په اړه د ځینو کسانو ادعا ناسمه ده او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې روانې دي. طالبان دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې افغانستان له بېلابېلو ننګونو سره مخ دی. که څه هم ځينو هېوادونو له طالبانو سره اړيکې ټينګې کړې، خو هېڅ يوه يې په رسميت نه ده پېژندلې. د ټول شموله حکومت جوړول یوه له ملي او نړیوالو غوښتنو څخه ده چې طالبان په دې برخه کې نه دي بریالي شوي. طالب چارواکي ټینګار کوي چې د دوی حکومت ټول شموله دی او د افغانستان په حکومتولۍ کې ټول توکمونه برخه اخلي؛ خو یوشمېر منتقدین د طالبانو دا ادعا ردوي او ټینګار کوي چې د افغانستان په سیاسي او اداري جوړښت کې یوازې طالبان او د هغوی اړوند غړي فعال دي. له بلې خوا د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د بشري حقونو سرغړونې له بهرنیو هېوادونو سره د طالبانو اړیکې ډېرې اغېزمنې کړي او له دې ډلې سره یې د هر اړخیزو اړیکو لاره له جدي خنډونو سره مخ کړې ده. د دې ترڅنګ په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون احتمال یو له هغو نورو مسایلو څخه دی چې د سیمې ډېر ګاونډیان او هېوادونه یې اندېښمن کړي دي. په افغانستان کې تمایل په داسې حال کې دی چې د نړۍ هیڅ یو هیواد د طالبانو د واکمنۍ د رسمیت پیژندلو جرات نه لري. له همدې امله دوی د خپلو اړیکو کچه د خبرو او مشروطو اړیکو په کچه ساتلې ده او دې ته انتظار باسي چې طالبان په ملي او نړیوالو مسایلو کې څه ډول چلند کوي، تر څو له طالبانو سره د هغه له مخې اړیکه ونیسي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *