افغانستان 20 ثور 1403 - 2 هفته پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

په کابل کې د طالبانو او ایراني چارواکو تر منځ د خبرو تمرکز له نشه يي توکو سره مبارزه

د معمار پرس د خبر له مخې: د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د طالبانو د مبارزې رئیس مولوي جانان عزیزي د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر له سلاکار او ځانګړي استازي سید علي موجاني سره وکتل. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې دواړو لورو د صنعتي توکو د قاچاق او د بزګرانو د بدیل معیشت، له نشه یي توکو سره د دوامداره مبارزې، په نشه یي توکو د روږدو کسانو د راټولولو او په افغانستان کې له نشه یي توکو څخه د ځمکې پر پاکولو خبرې وکړې. د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، چې په تېرو درېیو کلونو کې د نشه يي توکو پر وړاندې د دوی مبارزه بریالۍ وه او اوس په هېواد کې د دغو نشه يي توکو کښت صفر ته رسېدلی دی.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *