تحلیل سیاسی 16 ثور 1403 - 2 هفته پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

په افغانستان کې د بشري مرستو د اړتیا زیاتوالی؛ ۱۲ میلیونه ماشومان له خطر سره مخامخ دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، سږ کال په افغانستان کې د ۱۲،۳ میلیونه ماشومانو په ګډون شاوخوا ۲۳،۷ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري. اوچا د ثور په اتمه په یوه راپور کې په افغانستان کې د مارچ په میاشت کې بشري وضعیت ته کتنه کړې او ټینګار یې کړی چې دغه اداره په هېواد کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره ۱،۷ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري چې تر اوسه یوازې ۳۵ سلنه بودیجه ورکړل شوې ده. متحده عربي اماراتو او یونیسف له افغانستان سره تر ټولو ډېرې مرستې کړې دي، خو دغه اندازه مرستې د خلکو اړتیاوې نه پوره کوي. په هېواد کې وروستیو اورښتونو د بې وزلۍ او بېکارۍ تر څنګ د افغانانو پر ژوند هم منفي اغېز کړی او د مرستو اړتیا یې دوه برابره کړې ده. اوچا په افغانستان کې بشري وضعیت کړکیچن وباله او د افغانستان له خلکو سره یې د مرستې لپاره د نړیوالې ټولنې د ونډې غوښتنه وکړه. په افغانستان کې اقتصادي او سیاسي رکود د دې لامل شوی چې د خلکو د ژوند شرایط له سترو ننګونو سره مخ کړي. فقر او وزګاري په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو تر ټولو مهمې پایلې دي چې د میلیونونو افغانانو ژوند یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی. عاجلو مرستو ته د میلیونونو خلکو اړتیا دا په ډاګه کوي چې افغانستان په ښه اقتصادي وضعیت کې نه دی او یوازې حکومت نه شي کولای دا مسوولیت ادا کړي. تر هر څه مهم، د ماشومانو زیانمنتیا یو له بده مرغه اقتصادي پایلو څخه دی چې د دوی ژوند او راتلونکي ته لوی ګواښونه راوړي. د مرستندويه موسسو د رسمي اعلاميې له مخې، که په هېواد کې د بې وزلۍ او وزګارتيا د له منځه وړلو لپاره لازم اقدام ونه شي، د افغانستان پر خلکو او په ځانګړې توګه د ماشومانو پر ژوند به ناوړه پايلې ولري، چې موږ به يې په راتلونکي کې وګورو؛ نو مناسبه ده چې له اوسني وضعیت څخه د وتلو لپاره لا زیاتې هڅې وشي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *