تحلیل سیاسی 13 ثور 1403 - 2 هفته پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د مسلمانانو په وژلو کښې له داعش او صهیونیسټ رژیم ملګرتیا / افراطي او تکفیري جریانونه د اسلامي پیوستون لپاره خطر

د هرات د “محمدیه” پر لمونځ کوونکو د ناپېژاندو وسله والو له برید وروسته د یوه ماشوم په ګډون ۷ تنه شهیدان او یو شمېر نور ټپیان شول. د دغه برید هدف د امام زمان جومات بې دفاع لمونځ کوونکي وو. داعش ترهګرې ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغه جنایت مسولیت په غاړه واخیست. د افغانستان په بې دفاع شیعه ګانو ترهګریز بریدونه په داسې حال کې زیات شوي چې دوی د ځان د دفاع لپاره هیڅ ملاتړ نه لري. د بریدونو اصلي هدف عام خلک دي، چې ډېری وخت د کار یا کور او یا جوماتونو ته د تللو پر مهال تر برید لاندې راځي او وژل کېږي. د افغانستان شیعه ټولنه تل په هیواد کې د افراطي ډلو د فکري او سیاسي انحرافاتو قرباني شوې ده. تکفیري او افراطي جریانونه چې د لویدیځ او ځینو تش په نامه اسلامي هیوادونو محصول دي، د دې پر ځای چې د اسلام له اصلي دښمنانو سره مبارزه وکړي، شیعه ګان یې دښمنان ګڼي او په نښه کوي. نن سبا د ټولو مسلمانانو ګډ دښمن صهیونیسټ رژیم دی چې د غزې د خلکو له نسل وژنې سره بې ساري جنایتونه کوي خو هماغه ډلې چې د اسلام له دښمنانو سره د مبارزې ادعا کوي د فلسطين له ولس سره د مرستې او د اسرائيلو د غندلو لپاره هيڅ اقدام نه دى کړى. د فلسطیني مسلمانانو د قتل عام په وړاندې د هغوی چوپتیا د دې ښکاري اسلامي رجحان انحراف او غلط باور څرګندوي. همدا اوس داعش له صهیونیسټانو سره په ګډه د مسلمانانو د وژلو او د مسلمانانو د ویشلو په هڅه کښې دی چې باید پرېکنده چلند ورسره وشي څو دغه ترهګره ډله په سیمه کښې د اسرائیلو جنایتونو ته دوام ورنکړي. د اسلامي نړۍ د علماوو او د اسلامي هېوادونو د مخورو شخصيتونو دنده ده چې د اسلام د اصلي دښمنانو او همدارنګه هغه کسان چې د اسلام د پېغمبر اکرم له لارې او ايډيالونو ته نږدې دي، د پېژندلو لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړي او اجازه مه ورنه‌کړي چې نړیوال استکبار د خپلو شومو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره له جاهل او غافل خلکو څخه کار واخلي. د افغانستان دولت د هېواد د برابرولو د مسوول په توګه بايد د شيعه ګانو د ژوند د ساتنې لپاره ځانګړي تدبيرونه ونيسي او که په دې برخه کې له ننګونو سره مخ شي، باید له ترهګرو ډلو سره په مبارزه کې له بریالیو هېوادونو څخه مرسته وغواړي تر څو د لمانځه او د کار او ژوند ځای ته د تګ پر مهال د هېواد د بې دفاع وګړو د وژلو شاهدان نه شو.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *