افغانستان 18 حوت 1402 - 2 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د ښځو نړیواله ورځ او د افغان میرمنو نه ختمیدونکې ننګونې

د ښځو نړیواله ورځ په داسې حال کې رارسېدلې چې افغان مېرمنې د نړۍ د نورو ښځو په پرتله له بېلابېلو شرایطو سره مخ دي. د جمهوریت پر مهال دوی په خپل ټولنیز او شخصي ژوند کې ډیموکراسي یادوي، خو پر هیواد د طالبانو له واکمنۍ سره ناڅاپه ځانونه د محدودیتونو او محرومیتونو په ډنډ کې ولیدل چې له ټولو مشروع او قانوني حقونو څخه بې برخې شول. طالبانو د واک تر لاسه کولو وروسته په لومړي ګام کې په حکومت او اداره کې د ښځو پر حضور بندیز ولګاوه او د نارینه وو یوه کابینه یې جوړه کړه، چې ټول یې د دې ډلې غړي دي، او د ښځو وزارت یې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په وزارت بدل کړ. د ښځو په وړاندې د طالبانو د ایسته کولو اقدامات همدلته پای ته ونه رسیدل او په بل ګام کې یې د ښځو ښوونځیو ته د تګ او د علم د زده کړې مخه ونیوله او دوی په زرګونو نجونې چې راتلونکي میندې او د دې خاورې راتلونکي جوړونکي دي په کور کې پاتې شوې او هیڅ برخلیک نلري. طالبانو د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د لګولو په دوام، د برقع او ماسک اغوستل لازمي کړل، او ښځې یې له پارکونو، حمامونو او تفریحي مرکزونو او تر ټولو مهم په خصوصي مرکزونو او موسسو کې له کار کولو منعې کړې. افغان ښځې د تاریخ په اوږدو کې له دومره پراخ محدودیت او محرومیت سره نه وه مخ شوي. په ډیره خواشینۍ سره دا محرومیتونه د اسلام او شریعت په نوم په ښځو تحمیل شوي دي. په داسې حال کې چې اسلام ښځو ته يو مقام او کرامت ټاکلی، چې هيڅ دين ورته درنښت او حيثيت نه ورکوي. طالبانو د مذهب په نوم دغه ډول ښځې له بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو برخو څخه ایستلي دي چی له بده مرغه د لويديځوالو او هغو کسانو په منځ کې چې کم ديني پوهه لري، د ښځو پر وړاندې د طالبانو کړنې د اسلام له شرعي احکامو څخه ګڼل کېږي. افغان مېرمنو او نړیوالې ټولنې په وار وار له طالب چارواکو غوښتي چې د ښځو پر وړاندې بندیزونه پای ته ورسوي، خو تر اوسه یې مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی. له بلې خوا طالبان تمه لري چې نړیواله ټولنه دوی په رسمیت وپېژني، خو په هېواد کې یې د ښځو د حقونو د پېژندلو په برخه کې کوم مثبت ګام نه دی پورته کړی. اوس د افغانستان ښځې په مطلق ناڅرګند حالت کې ژوند کوي چې راتلونکی یې له جدي ننګونې سره مخ دی. د افغانستان خلک له طالبانو تمه لري چې د ښځو او ټولو لږکیو حقونه په رسمیت وپېژني او پر خپلو هغو دریځونو له سره غور وکړي چې ښځې یې تر پښو لاندې کوي او د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو لپاره چې ټول خلک پکې برخه اخلي، اقدام وکړي، څو افغانستان له انزوا څخه راووځي او د ټولنې ټولې طبقې په کې برخه واخلي؛ که نه نو افغانستان به د نورو جدي بحرانونو پر لور وخوځېږي، چې د حل لاره به یې لا ستونزمنه وي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *