افغانستان 10 حوت 1402 - 2 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت: ښايي په رسنیو کې د ښځو کار په بشپړ ډول منع شي

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت سرپرست محمد خالد حنفي طالبانو ته خبرداری ورکړی چې ښايي په رسنیو کې د ښځو کار په بشپړ ډول منع شي. د طالبانو د امر بالمعروف وزارت سرپرست د حوت ۹ مه په کابل کې د رسنیو له استازو سره په خبرو کې وویل: که په ټلویزیون او ویډیویي مرکو کې ښځې خپل مخونه پټ نه کړي، نو امکان شته چې د ملاهبت الله په حکم به په رسنیو کې د ښځو پر کار کولو بشپړ بندیز ولګول شي. هغه د رسنيو له استازو څخه وغوښتل چې د ښځينه خبريالانو د حجاب او له ښځو سره د ويډيويي مرکو په اړه وړانديزونو ته پاملرنه وکړي. هغه رسنیو ته سپارښتنه وکړه، چې له هغو افغان مېرمنو سره چې مخونه یې ښکاره وي او یا یې ماسکونه نه وي له مرکو ډډه وکړي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *