افغانستان 06 ثور 1403 - 1 هفته پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د بشري حقونو شورا په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د څېړلو په موخه غونډه کوي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا دوره یي کاري ډله په یوه ځانګړې غونډه کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت څیړي. دا غونډه چې د افغانستان په اړه د دغې شورا د دوره یي کتنو څلورمه دوره ده، د دوشنبې په ورځ د ثور په لسمه په جنیوا کې جوړېږي. د بشري حقونو شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغانستان یو له هغو ۱۴ هېوادونو څخه دی چې د ثور له ۱۰مې تر ۲۱مې به د دغې کاري ډلې له خوا وڅېړل شي. دغه څېړنې د “د څېړنو لاندې د هېواد د ملي راپور، د بشري حقونو د خپلواکو ډلو او کارپوهانو د راپور، د بشري حقونو د بنسټونو او مدني ټولنو د معلوماتو” پر بنسټ ترسره کېږي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *