افغانستان 13 ثور 1403 - 2 هفته پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

یوناما: په تېرو دوو میاشتو کې په افغانستان کې د داعش په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) په دغه هېواد کې د داعش د بریدونو د تلفاتو وېروونکې احصایه وړاندې کړې ده.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ یوناما د پنجشنبې په ورځ د ثور په ۱۳مه یو راپور خپور کړ چی د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ څخه تر مارچ پورې په دوو میاشتو کې په افغانستان کې د داعش د بریدونو له امله لږ تر لږه ۳۶ کسان وژل شوي او ۱۱۸ نور ټپیان شوي دي. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د یوناما په راپور کې ویل شوي چې په دغو بریدونو کې اکثره شیعه ګان په نښه شوي دي. داعش د دې ټولو بریدونو پړه پر غاړه اخیستې ده. باید وویل شي، چې له مارچ میاشتې وروسته کابل او هرات د داعش د بریدونو شاهد وو.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *