خبرونه 13 ثور 1403 - 2 هفته پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

برتانیې روانډا ته د پناه غوښتونکو د لېږدولو لپاره توقیف پیل کړ

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د برتانیا د کورنیو چارو وزارت د هغو پناه غوښتونکو د توقیف پروسه پیل کړې چې روانډا ته یې د لېږدولو په هدف دغه هېواد ته په ناقانونه توګه داخل شوي دي. د بريتانيا د کورنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ليکلي، چې په تېرو څو ورځو کې د برتانيا په بېلابېلو ښارونو کې يو شمېر پناه غوښتونکي نيول شوي دي. د بريتانيا د کورنيو چارو وزارت د نيول شويو پناه غوښتونکو د کره شمېر له ورکولو پرته دا تائيد کړې چې په تېرو څو ورځو کې يو شمېر پناه غوښتونکي د پوليسو له خوا نيول شوي دي. د NHK خبري چینل د راپور له مخې، دا ممکنه ده چې د بریتانیا حکومت به د جولای تر میاشتې روانډا ته د غیرقانوني کډوالو د لېږدولو لپاره لومړنۍ الوتنې پیل کړي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *