تحلیل سیاسی 19 حمل 1403 - 3 هفته پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د ښځو د سیستماتیک له منځه وړلو په اړه اندیښنه

د بخښنې نړیوال سازمان د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو پر تګلارو نیوکه کړې او د دغې ډلې بندیزونه یې د یوه نسل سیستماتیک له منځه وړل بللي دي. د بښنې نړیوال سازمان په یوه نوي راپور کې ویلي چې طالبانو په تېرو دوه نیمو کلونو کې له کومې وېرې پرته له بشري حقونو سرغړونې کړې دي. په همدې حال کې طالبان د دغو راپورونو په غبرګون کې ادعا کوي چې له ځینو نیمګړتیاوو سره سره په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونه خوندي دي. د بښنې نړیوال سازمان راپور د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت یو خړ او مایوسوونکی انځور وړاندې کوي. دا راپور ښیې چې طالبان نه یوازې د بشري حقونو په برخه کې د خپلو مکلفیتونو په ترسره کولو کې پاتې راغلي، بلکې په سیستماتیک ډول د ښځو او نجونو حقونه هم تر پښو لاندې کوي. له زده کړو د نجونو بې برخې کول د دوی راتلونکی تیاره کوي او د افغانستان د پرمختګ مخه نیسي. دا بندیزونه به منفي کلتوري، ټولنیز، اقتصادي او سیاسي اغیزې او پایلې راوړي، چې جبران به یې ناشونی وي. د طالبانو له خوا پر ښځو د بندیزونو له لګولو څه باندې دوه کاله تېر شول، خو طالبانو په دې برخه کې کوم ځانګړی پلان او اقدام نه دی کړی. نړیوالې ټولنې هم دا واقعیت لیدلی او یوازې د افغانستان له ښځو سره یې خواخوږي ښودلې ده. په داسې يو حالت کې تر ټولو زيات زيان د افغانستان نجونې او ښځې دي، چې د ژوند سرمايه يې د احتمالي ملاحظاتو له امله ضايع کېږي. له اساسي قانون او شرعي حقونو څخه د ښځو بې برخې کول نه یوازې دا چې د افغانستان د حکومتولۍ په ګټه نه دي، بلکې د ښځو د مظلومیت لامل کېږي او د خلکو او دولت ترمنځ واټن رامنځته کوي. خو د ښځو په اړه د طالبانو تګلارې نه یوازې دا چې مثبت بدلون نه دی کړی، بلکې محدودیتونه یې لا هم ډېر شوي دي. نو دوی باید د ښځو د ټولنې واقعیتونه درک کړي او د ښځو مشروع حقونو او آزادیو ته په درناوي سره هیواد له کړکیچ او انزوا څخه وباسي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *