افغانستان 05 ثور 1403 - 1 هفته پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

طالبانو له مالیزیا غوښتي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د مالیزیا د لومړي وزیر د استازې ډاکټر شاه زیلینا کوی په مشرۍ د مالیزیا له یوه پلاوي سره په کتنه کې په افغانستان کې د مالیزیا د پانګونې د زیاتوالي غوښتنه وکړه. په دې کتنه کې د مالیزیا استازو د طالبانو د امارت د نړیوالو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې د خپلو هڅو د ډاډ څرګندولو ترڅنګ، په افغانستان کې پانګونې ته خپل چمتووالی اعلان کړ. د طالبانو سیاسي مرستیال په افغانستان کې د پانګوالو د بشپړ امنیت پر تامین ټینګار وکړ او مالیزیا ته یې بلنه ورکړه چې په دغه هېواد کې پانګونه وکړي او د سوداګرۍ د پراختیا په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مثبتو اړیکو په ټینګښت کې مرسته وکړي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *