افغانستان 05 ثور 1403 - 2 هفته پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

ضمیر کابلوف: روسیه طالبانو ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ له ورکولو ملاتړ کوي

د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د طالبانو له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره کتلي او ویلي یې دي چې مسکو غواړي په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ طالبانو ته وسپاري. د چهارشنبې په ورځ (د ثور پنځمه) د طالبانو له خوا د ضمیر کابلوف له قوله اعلان شوی چې مسکو غواړي په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د طالبانو استازي ته وسپاري. د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي د داعش د ځپلو او له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو د هڅو ستاينه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د اړيکو پر پراختيا او د همکاريو پر دوام ټينګار وکړ.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *