د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا خبره د پاکستان پولیسو کړې ده چی د بلوچستان په خضدار ښار کې د یکشنبې په ماښام د یوې چاودنې له امله لږ تر لږه ۳ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي. پاکستاني پولیس وايي، نامعلومو کسانو په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي او بیا یې د ریموټ کنټرول په وسیله چاودنه کړې ده. په همدې حال کې پاکستانۍ ورځپاڼې د دغه هېواد د پولیسو له قوله خبر ورکړی، چې چاودنه په یوه ګڼه ګوڼه سیمه کې هغه مهال شوې، چې ګڼ شمېر خلک د لوی اختر د لمانځه په مراسمو بوخت وو. د وژل شويو او ټپيانو مړي د خضدار روغتون ته وړل شوي دي.