تحلیل سیاسی 09 حمل 1403 - 1 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

لوېديځ او په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې دروغجنې ادعاوې

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ایتلاف شل کلن حضور دا وښوده چې دوی په دغه هېواد کې له ترهګرۍ سره مبارزه نه ده کړې، بلکې پراخېدو ته یې هڅوي. د لاوروف په وینا، امریکا د سپټمبر د یوولسمې له پېښو وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په “همغږۍ” سره افغانستان ته داخل شوه او هیچا افغانستان ته د امریکايي ایتلافي ځواکونو له ننوتلو سره مخالفت ونه کړ. امریکايي ځواکونو د انګلستان، کاناډا، فرانسې، جرمني او استرالیا له ځواکونو سره یو ځای د سپټمبر د یوولسمې له پېښو شاوخوا یوه میاشت وروسته له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه پر افغانستان برید وکړ او څه موده وروسته يې په افغانستان کې دننه د پوځي ځواکونو په همکارۍ وتوانېدل چې د طالبانو د لومړي پړاو حکومت نسکور کړي. د هغه وخت د متحده ایالاتو جمهور رئیس جورج ډبلیو بوج په افغانستان کې د دې برید موخه د “ترهګرۍ پر وړاندې جگړه” بللې وه او البته نورې موخې لکه د روزنیزو کمپونو او تروریستي شبکو له منځه وړل هم یاد شوي وو. اوس چې د دې جګړې له پیله نږدې ۲۳ کاله تېر شوي، د نړۍ یو شمېر سیاسي فعالان په افغانستان کې د امریکا شل کلنه جګړه یوه ستراتیژیکه ناکامي ګڼي او ځینې شنونکي په دې باور دي چې امریکا د خپلو ژمنو برعکس په افغانستان کې له ترهګرۍ سره دوه ګونی چلند کړی دی. کتونکي وايي، چې په افغانستان کې د امريکا او د هغې د لويديځو متحدينو د دوو لسيزو درانه پوځي شتون نه يوازې دا چې په هېواد کې ثبات، سوکالي او امنيت رامنځته نه کړ، بلکې د ناامنیو لمن ورځ په ورځ زیاتیږي او ترهګري په سیمه کې په خطرناکو بڼو راڅرګنده شوې ده. داسې ښکاري چې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د امریکا ناکامې تجربې او ادعا د افغان ولس او ګڼو کارپوهانو ذهنیت جوړ کړی چې د ترهګرۍ په اړه د امریکا تعریف تر ډېره د هغه هېواد د ګټو پر بنسټ دی. د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته امریکا او د هغې غربي متحدین له طالبانو او القاعدې سره په جګړه بوخت شول او د دې ډلې حکومت یې ړنګ کړ، خو کله چې د دې جګړې اغیزو خپل پخوانی اهمیت له لاسه ورکړ، لویدیځ د افغانانو د هیلو په پام کې نیولو پرته د تعامل تګلاره خپله کړه او د خپلو پخوانیو شعارونو برعکس یې افغانستان د بحران په څنډه کې واچاوه. پر افغانستان د برید په لومړیو ورځو کې امریکايي چارواکو د پرهیزګارۍ او له ترهګرۍ سره د مبارزې نارې وهلې، خو د دې جګړې په پای کې د دغه هېواد له چارواکو څه اورېدل شوي چې د امریکا په ګټه یې بولي. د ترهګرۍ په وړاندې د امریکا تاریخ او دوه مخي سیاستونو ته په پام سره ویلای شو چې که په راتلونکي کې په افغانستان کې د دغه هیواد د مداخلو لپاره زمینه برابره شي، نو امریکا او غربي ملګري به یې د اسیا په حساسه او ستراتیژیکه سیمه کې د ناامنۍ، جګړې او بې ثباتۍ د رامنځ ته کولو لپاره له هر فرصت څخه ډیره ګټه پورته کړي. له همدې امله امریکا یوازې په سیمه کې د دغه هېواد د ګټو د تسلط او خوندي کولو په لټه کې ده او د افغانستان د کړکېچ په حل کې ښه نیت نه لري.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *