د طالبانو د عامې روغتیا وزارت نن (چهارشنبه د میزان ۱۲مه) په یوه خبرپاڼه کې د اسلامي همکاریو د سازمان له استازي سره د طالبانو د عامې روغتیا د سرپرست د ناستې خبر ورکړی دی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ په دغه خبرپاڼه کې راغلي دي چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد د اسلامي همکاریو سازمان له استازي سره په کتنه کې له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د دغه سازمان د همکاریو د دوام غوښتنه وکړه. نوموړي په دې غونډه کې وويل، چې د روغتيا وزارت په تېرو دوو کلونو کې په هېواد کې ٣٠٠ روغتونونه او روغتيايي مرکزونه جوړ کړي دي.