د هند په اوډیشا ایالت کې د دوو مسافر وړونکو اورګاډو د ټکر په پایله کې لږ تر لږه ۳۰۰ کسان مړه او ۹۰۰ نور ټپیان شوي دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ پېښه د جمعې په ورځ په ځايي وخت د ماښام په اوو بجو رامنځته شوه او د مسافر وړونکي اورګاډي له یوه بل ریل ګاډي سره د ټکر له امله له پټلۍ واوښت او په پایله کې، د هغې شاوخوا 12 واګونونه د بل اورګاډي د ټکر په لاره کې وو، چې د دې ناورین شدت یې زیات کړ.