خبرونه 11 جوزا 1402 - 11 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

افغان او ایراني چارواکي د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې پر ګډې همکارۍ ټینګار

د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد په کابل کې د ایران له مرستیال سفیر سید حسن مرتضوي سره وکتل او په افغانستان کې یې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د راپور له مخې، په دې غونډه کې چې د چهار شنبې په ورځ د جوزا په ۱۰ مه جوړه شوې وه قلندر عباد د کابل په افشار کې د سرطان د درملنې د مرکز د پرمختګ، په بامیانو کې د ایران له خوا تر جوړیدو لاندې روغتون او په ننګرهار کې د شکرې د ناروغانو د درملنې لپاره د یوه روغتون د جوړیدو او په ننګرهار کې د سرطان د ناروغانو د درملنې لپاره د یوه روغتون د جوړېدو په اړه خبرې وکړې چی د روغتیايي خدمتونو په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *