د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې په نړۍ کې لږ تر لږه اوه میلیونه کسان د شاګاس په ناروغۍ اخته دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټیډروس اډهانوم گیبریوس د جمعې په ورځ د حمل په ۲۵ مه د شاګاس ناروغۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل چې ۷ میلیونه کسان په دې ناروغۍ اخته دي.