ملا هبت الله اخندزاده په یوه غږیز ټیپ کې قاضیانو ته په خطاب کې وویل چې په محکمو کې د عدالت تامین خورا مهم دی او یو حکومت په ظلم سره نه شي ژوندی پاتې کېدای.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ دغه غږیز ټیپ تېره شپه (چهارشنبه د حمل ۲۳مه) د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا خپور شو. د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د طالبانو له قاضیانو غوښتي چې عدالت دې مراعات کړي ځکه چې حکومت په ظلم سره نه شي ژوندی پاتې کېدای.