د سرپرست حکومت ویاند پر ښځینه کارکوونکو بندیز د داخلي ارزښتونو یوه داخلي مسله وبلله.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د یوناما له هغې وینا وروسته چې له دغه سازمان سره یې د ښځو د کار د ممانعت له امله طالبان په هېواد کې د بشري ناورین مسوول بللي، د طالبانو ویاند ویلي چې د ښځو د کار ممانعت د افغانستان داخلي او کلتوري مسله ده.