د کاناډا د مهاجرت، مهاجرینو او تابعیت ادارې (IRCC) اعلان کړی چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې تر ۳۰ زره زیات افغان کډوال منلي دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د کاناډا د مهاجرت وزیر شان فریزر پرون (چهارشنبه، د حمل ۲۳مه) په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې وروستیو کې له پاکستان څخه په یوه چارټر الوتکه کې د اونټاریو ایالت ټورنټو ته رسېدلي او په افغانستان کې د کاناډا د ماموریت ملاتړي ژباړونکي او خلک هم په کې شامل دي