په کاپیسا ولایت کې طالب چارواکي ادعا کوي چې د دغې ډلې امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې د «مقاومت جبهې» اووه غړي نیولي دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د کاپیسا ولایت لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز دغه خبره تائید کړې ده چی دغه کسان تېره ورځ (د حمل ٢١مه) د دغه ولايت له بېلابېلو ولسواليو څخه د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کې نيول شوي دي.