د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي، په خوست ولایت کې د کرومایټ ډبرو د استخراج چارې پیل شوې دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان وکړ چې د دغه کان د استخراج چارې د دوشنبې په ورځ د حمل په ۲۱مه د طالبانو د سیمه ییزو او مرکزي چارواکو په ګډون پیل شوې دي.