خبرونه 25 جدی 1401 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د کیفیت وده یا افراطیت ته وده ورکول؟

د طالبانو د وخت د پوهنې سرپرست وزیر ندا محمد ندیم د افغانستان د ځینو پوهنتونونو د کیفیت د لوړولو ترڅنګ د ځینو پوهنتونونو د نومونو د بدلولو وړاندیز کړی دی. د ندیم په ټویټ کې راغلي چې د کابل پوهنتون نوم د کابل نړیوال پوهنتون، کندهار پوهنتون د البدر پوهنتون په نوم، د پروان پوهنتون د امام اعظم ابو حنیفه پوهنتون په نوم، د هرات پوهنتون د ابن تیمیه پوهنتون په نوم، د ننګرهار پوهنتون د نجم الجهاد پوهنتون، بلخ پوهنتون د ام البلاد پوهنتون او غزني پوهنتون د محمود غزنوي پوهنتون په نوم وړاندیز شوی دی. د نديم په وينا، د يادو پوهنتونونو د نوم د بدلون وړانديز د دې ډلې مشر هبت الله اخندزاده ته شوى، چې په اړه يې پرېکړه وکړي. پوهنتون د علمي پرسونل د ښوونې او روزنې او د ساینس د تولید ځای دی چې د یوې ټولنې په وده او پرمختګ کې خورا مهم رول لوبوي. د امارت له واک ته رسېدو مخکې د تېر حکومت له خوا د پوهنتونونو د کیفیت د لوړولو لپاره ډېرې هڅې وشوې، چې تر یوه حده اغېزمنې وې، خو په افغانستان کې د طالبانو له راتګ وروسته د پوهنتونونو دروازې د محصلینو پر مخ تړل شوې چې په سلګونو تجربه لرونکي او مسلکي استادان خپلې دندې پریښي او امارت د شته ظرفیتونو د ساتلو لپاره هیڅ هڅه نه ده کړې. په دې وروستیو کې د امارت مشرتابه نه یوازې دا چې د کیفیت د لوړولو لپاره یې مهم ګامونه نه دي اخیستي، بلکې غواړي په دې پوهنتونونو کې د افراطي افکارو او د افراطیت فرهنګ ته وده ورکړي. د هغو له جملې څخه د هرات پوهنتون نون په ابن تیمیه پوهنتون بدلول یادولای شو. ابن تيميه د احاديثو له سترو عالمانو او د وهابيت تر ټولو ستر عالم دی او د سني علماوو اکثريت د هغه نظرونه او فتواوې د اسلام له واقعي احکامو سره په ټکر کې ګڼي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *