افغانستان 19 حمل 1403 - 3 هفته پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

طالبان غواړي په افغانستان کې فیسبوک بند کړي

دا څرګندونې د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست نجیب الله حقاني د شنبې په ورځ (د حمل ۱۸مه) له خصوصي تلویزیون “طلوع نیوز” سره په مرکه کې وویل چی دغه وزارت په افغانستان کې د فیسبوک ټولنیزې شبکې د بندولو پلان نهايي کړی دی. هغه وویل: “زموږ ځوانان او ستاسو ځوانان په داسې حال کې دي چې دوی له علمي پلوه ضعیف دي او اکثریت یې بی‌سواد دي او بیا په دې شیانو [ټولنیزو شبکو] د وخت او پیسو ضایع کول د شرکت په ګټه او د ملت په زیان دي او د دې لپاره د فیسبوک د محدودولو او بندولو پالیسي جوړه شوې ده. د طالبانو د مخابراتو سرپرست وزیر د دغه پلان د عملي کېدو د نېټې په اړه معلومات ورنه کړل. خو دې ډلې تر اوسه په افغانستان کې د ټولنیزو شبکو د بندولو هڅه نه وه کړې.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *