خبرونه 10 ثور 1403 - 2 هفته پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

په قطر کې د طالبانو استازی: د اسراییلو جنایتونو د نړۍ د خلکو کرکه راپارولې ده

په قطر کښې د طالبانو د سیاسی دفتر مرستیال محمد نعیم وردک د صهیونیسټ رژیم جنایتونو ته په اشارې سره وویل: په غزه کښې دصهیونیسټ رژیم جنګی جنایتونه او بشری ضد جنایتونه او د سپینې ماڼۍ پوځی او مالی ملاتړ دامریکا دخلکو نفرت زیات کړی دی. هغه زیاته کړه: له یوې خوا په امریکا، اروپا او استرالیا کښې د فلسطین په ملاتړ کښې د خلکو اعتراضونه په دوهمه اونۍ کښې شدت موندلی دی خو له بلې خوا د بیان د آزادۍ دروغجن ادعاکونکو له مظاهره کونکو سره ناروا چلند کوی. طالبانو تر دې مخکې له امنیت شورا او نفوذ لرونکو هېوادونو غوښتي وو، چې د فلسطیني ولس د نسل وژنې د مخنیوي او د فلسطین د مسئلې د حل لپاره د عادلانه لارو چارو د لټولو لپاره له پرېکړه لیکونو هاخوا عملي ګامونه پورته کړي. په دغه بیانیه کښې ټینګار شوی دی چې افغانستان د فلسطین د خلکو د حقه مبارزې ملاتړ کوی او د نړۍ په ازادو خلکو غږ کوی چې د صهیونیسټی رژیم د جنایتونو د مخنیوی لپاره کار وکړی.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *