افغانستان 10 ثور 1403 - 2 هفته پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

طالبانو د هرات – غور د سړک د جوړولو د کار د پیل اعلان وکړ

د طالبانو د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر مطبوعاتي دفتر اعلان وکړ چې د دې ډلې له خوا د هرات – غور د سړک د جوړولو کار پیل شوی دی.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د هرات – غور سړک د جوړولو کار نن (دوشنبه د ثور ۱۰مه) د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر او یو شمېر نورو طالب چارواکو په حضور کې پیل شو. عبدالغني برادر د دغه سړک د جوړولو د پيل په مراسمو کې وويل: “دا سړک د افغانستان یوه له مهمو او ملي پروژو څخه ده چې د ځمکني ترانسپورت له لارې د هرات، غور، بامیان، دایکندي او میدان وردګ ولایتونه له کابل سره نښلوي.” هغه زياته کړه، د دې سړک په اوږدو کې د مالګې او مرمر ډبرو کانونه شته، چې په بشپړېدو سره به يې د سوداګرۍ او ترانزيت په برخه کې مهم رول ولوبوي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *