اقتصادي 19 حمل 1403 - 3 هفته پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د ټاپي پروژې د کار د پرمخ بیولو په موخه د طالبانو بین الوزارتي غونډه جوړه شوه

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو بین الوزارتي غونډه د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور تر څارنې لاندې او د مالیې، عدلیې، بهرنیو چارو، کرنې او د چاپیریال ساتنې د وزارتونو د مسوولینو او د مرکزي بانک د مسوولینو په حضور کې د ټاپي پروژې د کارونو د چټکتیا په موخه جوړه شوه. په دې کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د دغې پروژې د تطبیق لپاره د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ په زیاتولو ټینګار وکړ. په همدې حال کې د ټاپي پروژې رئیس د ټاپي پروژې د وروستیو پرمختګونو په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ د چارو د لا ښه او پر وخت د پرمخ بیولو په موخه د یوې باصلاحیته کمېټې د جوړېدو غوښتنه وکړه. د ټاپي پروژه په ۲۰۱۶ کال کې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند په ګډون د څلورو هېوادونو د مشرانو له خوا پرانیستل شوه.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *