اقتصادي 15 حمل 1403 - 4 هفته پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د اورګاډي د ترانسپورت په تعرفه کې ۵۰ سلنه کموالی

د طالبانو د ریل پټلۍ ریاست اعلان وکړ چې ازبکستان به له افغانستان سره د اورګاډي د ټرانسپورټ تعرفه ۵۰٪ کمه کړي.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د ریل پټلۍ ریاست د یوې بیانیې په خپرولو سره دغه خبر ورکړی دی چی د دې ادارې د مشر بخت الرحمن شرافت او د ازبکستان د اورګاډي د ادارې د مرستیال حکمت الله رحمت اوف ترمنځ په کتنه کې موافقه وشوه چې تاشکند به له افغانستان سره د اورګاډي د ټرانسپورټ تعرفه ۵۰ فیصده راکمه کړي. د دې اعلامیې له مخې ازبکستان غواړي د اورګاډي د ټرانسپورټي تعرفې په کمولو سره د افغانستان د اورګاډي له لارې د مالونو د لېږد رالېږد زیات کړي. دا بیانیه زیاتوي: “ازبیکستان به په شمال کې د حيرتان اورګاډي په لاره کې د مېوو او سبزیجاتو د ذخیره کولو لپاره مجهز ځای جوړ کړي.”

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *