افغانستان 09 حمل 1403 - 1 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې هره ورځ به ۱۰ زره پاسپورتونه د هېواد اتباعو ته وېشي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن (پنجشنبه د حمل ۹ مه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل: د ۱۴۰۲ کال په وروستیو شپږو میاشتو کې ۸۳۷۰۰۰ پاسپورټونه غوښتونکو ته ویشل شوي دي. دا خبره د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند کړې ده چی د پاسپورتونو عمومي ریاست اوس مهال د هېواد اتباعو ته ۱۰ زره پاسپورټونه وېشي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند دا هم وویل چې په نږدې راتلونکي کې به د کابل په دریو نورو زونونو کې هم د پاسپورټونو د وېش لپاره درې نورې څانګې جوړې کړي. په همدې حال کې د هېواد ډېری هغه اتباع چې د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره یې انلاین نوم لیکنه کړې، وايي چې د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره له یو کال څخه زیات وخت نیسي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *