د کندهار روغتیايي چارواکي وايي، د دغه ولایت په شاه‌ولي‌کوټ ولسوالۍ کې ۶۰ تنه په کولرا ناروغۍ اخته شوي دي.

د شاه‌ولي کوټ ولسوالۍ د روغتيايي موسسې مشر «محمدحقبين» رسنيو ته ويلي چې تر اوسه په دې ناروغۍ د اخته کسانو له ډلې څلور تنه مړه شوي دي.

ښاغلي حقبین زیاته کړې چې د ناروغانو وضعیت ښه دی او د «کولرا» د خپرېدو لامل د ناپاکو اوبو استعمال بلل کېږي.

ویل کېږي، دا ناروغي د هلمند په «باغران» ولسوالۍ کې هم خپره شوې ده.

هلمند کې د طالبانو ځايي چارواکو ویلي، په باغران کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۹۰ ته رسېدلی دی.

له دې جملې څخه تر اوسه په هلمند ولایت کې ۱۸ ناروغان مړه شوي دي.

د زابل ولایت په سیوري او دایچوپان ولسوالیو کې هم د دې ناروغۍ د خپرېدو له امله ګڼ شمېر کسان مړه شوي.

کولرا ناروغي تر ډېره د ناپاکو اوبو له استعمال څخه پيدا کېږي چې د شدید اسهال، د هاضمي سیستم د خرابوالي او کانګې لامل کېږي.