افغانستان 13 سرطان 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

د روغتیا نړیوال سازمان: کورونا ناروغي له یوې میاشتې په کمه موده کې ۱۸ سلنه زیاته شوې

د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې په ټوله نړۍ کې تر ۴.۱ میلیون ډېر کسان په کورونا ناروغۍ اخته شوي چې دا په اوسط ډول په ټوله نړۍ کې ۱۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

د دغه سازمان د اونيز راپور له مخې، تر اوسه ۸۵۰۰ کسان د دې ناروغۍ له امله مړه شوي چې ډېری ثبت‌شوې پېښې په آسيايي هېوادونو پورې اړه لري.

د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، په منځنۍ اسیا کې د کوویډ-۱۹ د پېښو شمېر ۴۷٪، په اروپا او سویل ختیځې اسیا کې ۳۲٪ او په امریکا کې ۱۴٪ ډېر شوی دی.

راپور کې راغلي چې BA.4 او BA.5 د کوویډ – 19 نور ډولونه دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر «تدروس ادهانوم گیبریسوس» ویلي چې د دې ناروغۍ زیاتوالی د نړۍ په ۱۱۰ هېوادونو کې لیدل کېږي.

نوموړي په یوه خبري ناسته کې له دغو هېوادونو غوښتي چې د پېښو کچه راټیټه کړي او د دې ناروغۍ د بدلېدونکو بڼو پر وړاندې د زیانمن‌شویو خلکو د ساتنې او واکسین کولو لپاره روغتیايي تدابیر ونیسي.

د ټیډروس په وینا چې بېوزله هېوادونو کې د دغه وایروس پر وړاندې د خوندیتوب منځنۍ کچه 13 سلنه ده.

افغانستان هم د نړۍ یو له هغو هېوادونو شمېرل کېږي چې په اوس وخت کې له خورا بد بشري ناورین او د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دی او د دې وبا له بیاخپرېدو خوندي نه بلل کېږي.

نویسنده
memmaradmin
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *