خبرونه 08 حمل 1403 - 1 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د مهاجرت نړیوال سازمان په تیرو لسو کلونو کې د ۶۴۰۰۰ مهاجرو د وژل کیدو خبر ورکړی دی

د مهاجرت نړیوال سازمان د سه شنبې په ورځ (د حمل ۷مه) د یوه راپور په خپرولو سره دغه اعلان وکړ چی په تیرو لسو کلونو کې په نړۍ کې ۶۴۰۰۰ مهاجرو او مهاجرینو د مهاجرت په لارو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د مهاجرت نړیوال سازمان اعلان کړی چې د دغو مهاجرو له ډلې څخه ۳۶ زره تنه یې د مدیترانې په سمندرګي کې ډوب شوي چې ۲۷ زره یې له شمالي افریقا څخه اروپا ته پر لاره مړه شوي دي. د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي دي چې کیدای شي دا ارقام د مهاجرو د تلفاتو “د ریښتینې احصایو یوه برخه” وي، ځکه چې د دې سازمان په وینا د دې موضوع په اړه ډیر معلومات نیمګړي دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *