خبرونه 07 حمل 1403 - 1 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

هدر بار د یو نوي میکانیزم د جوړولو غوښتنه وکړه چې د ملګرو ملتونو له خوا د طالبانو حساب ورکونکي وي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د بشري حقونو د څار د ښځو د څانګې مشرې هدر بار دا خبره وکړه چی د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د جنایتونو په اړه د بشري حقونو د سازمانونو له پرله پسې غوښتنو سره سره، ملګرو ملتونو دغو غوښتنو ته درناوی نه دی کړی. د بشري حقونو د څار د ښځو د څانګې مشرې په یوه ویډیويي ټیپ کې دا خبره کړې ده چی په وروستیو کلونو کې، چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، د بشري حقونو مدافعینو او د بشري حقونو د څار بنسټونو او د بښنې نړیوال سازمان په ګډون په هېواد کې د تاوتریخوالي او بشري حقونو د جنایتونو په اړه جدي ځوابونه غوښتي دي. هغه یو ځل بیا د ملګرو ملتونو له خوا د حساب ورکونې د یوه نوي میکانیزم د جوړولو غوښتنه وکړه، څو شواهد راټول او د تاوتریخوالي عاملین محاکمه شي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *