تحلیل سیاسی 17 حوت 1402 - 2 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

په افغانستان کې بشري حقونه؛ د عدالت په نړیواله محکمه کې د طالبانو پر ضد دوسیه

د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وایی، د امید له کوچنیو نښو سره سره، په افغانستان کې د بشری حقونو وضعیت نه یوازې ښه نه دی شوی، بلکې لاپسې خراب شوی دی. ریچارډ بینیټ زیاته کړه چې طالبانو د ښځو په وړاندې تبعیض “سسټماتیک” کړی او هغه څه چې په افغانستان کې د ښځو په وړاندې پیښیږي د “جنسي تبعیض” په نوم یادیږي. ښاغلي بینیټ وویل چې په تیرو څو میاشتو کې طالبانو ښځې د “بد حجاب” په پلمه بندیانې کړي او د هغوی خوشې کول یې د کورنۍ د غړو په ضمانت پورې تړلي دي. د بشري حقونو خبريالې له نړيوالې ټولنې غوښتي چې د ښځو له حقونو څخه د “سيستماتيک سرغړونې” له امله د عدالت په نړيواله محکمه کې د طالبانو پر ضد دوسيه پرانيزي. هغه همداراز ټینګار کړی، چې له طالبانو سره د اړیکو عادي کول او یا هم د دغې ډلې په رسمیت پېژندنه په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په ښه کېدو پورې تړلې ده. خو د طالبانو ویاند ویلي چې د ریچارډ بینیټ راپور د طالبانو پر ضد پروپاګند دی. مجاهد زیاته کړه: “د پخوا په پرتله ټول افغان نارینه او ښځې تر ډېره فزیکي، مالي او روحي مصونیت لري، هیڅوک نشي کولای د چا حق تر پښو لاندې کړي، هر افغان خپل شرعي حق لري او په بشپړ امنیت کې ژوند کوي.” په افغانستان کې د بشري حقونو مسله یوه نړیواله ننګونه بلل شوې ده. په داسې حال کې چې نړیواله ټولنه له بشري حقونو څخه د سرغړونې او د طالبانو پر غیرعادلانه چلند نیوکې کوي، دغه ډله دا تورونه ردوي او ټینګار کوي چې په افغانستان کې د بشري حقونو ستونزه نشته او عدالت او ازادي په ټولیزه توګه تامینیږي. په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو حکومت په هېواد کې ډېر محدوديتونه وضع کړي چې له امله يې خلک له تابعيت او شرعي حقوقو څخه برخمن نه دي. که طالبان په دې باور وي چې ملګري ملتونه او د بشري حقونو سازمانونه د دوی پر ضد تبلیغات او دسیسې کوي، نو بیا ولې د ښځو په ګډون د افغان ولس نارضایتي او نیوکې د طالبانو پر وړاندې زیاتیږي؟! ښکاره خبره ده چې په افغانستان کې داسې حکومت واک ته رسېدلی چې د داخلي او خارجي قناعت او منلو وړ نه دی و او که داسې وای نو دومره انتقادونه او جنجالونه به نه وای رامنځته شوي. اوس د بشري حقونو شورا وړاندیز کړی چې له بشري حقونو څخه د پراخو سرغړونو له امله دې د عدالت په نړیواله محکمه کې د طالبانو پر ضد دوسیه جوړه شي چې دا د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تفاهم نشتوالی او کړکېچ څرګندوي. داسې برېښي چې د شته کړنلارې دوام د افغانستان په ګټه نه دی، نو د هېواد واکمنان باید د بشري حقونو پر خپلو تګلارو له سره کتنه وکړي، څو په افغانستان کې بشري حقونو ته درناوى وشي او د حکومتدارۍ په اړه د نړۍ نظر ښه شي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *