افغانستان 09 ثور 1403 - 2 هفته پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

په تهران کې د افغانستان سفارت: په ایران کې به افغان محصلینو ته د پاسپورټونو د وېش لړۍ بیا پیل شي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په تهران کښې د افغانستان د سفارت مشر د افغانستان د وزیراعظم له سیاسی مرستیال عبدالکبیر سره په کتنه کښې وویل: په ایران کې د افغان محصلینو لپاره د پاسپورټونو د وېش لړۍ بیا پیلېږي. د ايسنا د خبر له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د لومړي وزير سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير په ايران کې د افغانستان د سفارت له مشر فضل محمد حقاني او په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د سفارت له مشر بدرالدين حقاني سره جلا جلا ليدنې وکړې. په دې اړه د لومړي وزیر د عمومي ریاست لخوا په رسمي ایکس اکاونټ کې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي: بدرالدين حقاني په دغه هېواد کې د افغانستان د سفارت د فعاليتونو په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو پر مهال وويل، چې په دوبۍ او ابوظبي کې مېشتو افغانانو ته د تذکرو او پاسپورټونو د وېش ترڅنګ د هغوى ډېرې ستونزې هم هوارې شوې دي. دغه راز په دې کتنه کې په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفارت سرپرست د کرنې او لوړو زده کړو په برخو کې د اماراتي پانګوالو چمتووالی اعلان کړ. په دویمه ناسته کې په ایران کې د افغانستان سفارت مشر فضل محمد حقاني وویل چې د ایران او افغانستان اړیکې په ښه کچه دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *