تحلیل سیاسی 16 حوت 1402 - 2 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

په افغانستان کې د فقر او لوږې ناورین؛ د هیواد نیمایي نفوس مرستې او ملاتړ ته اړتیا لري

د خوړو د نړیوال پروګرام دفتر وايي، په افغانستان کې شاوخوا ۱۶ میلیونه وګړي نه پوهېږي چې د دوی راتلونکی وعده خواړه به له کومه شي. د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې څلور میلیونه ماشومان او ښځې خوارځواکي دي، چې د مرستو له کمېدو سره به یې کچه نوره هم خرابه شي. بل خوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) هم اعلان کړی، چې په افغانستان کې د مرستو ډېر پروګرامونه د بودیجې د کمښت له امله له خنډ او ستونزو سره مخ دي. اوچا زیاته کړه: سږ کال له افغانستان سره د اړتیا وړ ۳ ملیارد ډالرو مرستو څخه یوازې ۸۷ میلیونه ډالره ورکړل شوي دي. د ملګرو ملتونو د تازه شمېرو له مخې د افغانستان یو پر درېیمه برخه وګړي د خوړو له کمښت سره مخ دي. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش هم اعلان وکړ: دغه سازمان تر اوسه په افغانستان کې د بشري ناورین سره د مبارزې لپاره د اړتیا وړ بودیجې یوازې درې سلنه ترلاسه کړې ده. هغه وویل چې سږ کال د افغانستان شاوخوا نیمايي نفوس ملاتړ او مرستو ته اړتیا لري. سیاسي پرمختګونو او په بېلابېلو سکتورونو کې پرله پسې ټیکاو د هېواد خلک له بېلابېلو ستونزو سره مخ کړي دي. د طالبانو بندیزونه او د نړیوالو سازمانونو له خوا د دغې ډلې نه په رسمیت پېژندلو وضعیت نور هم کړکېچن کړی دی. فقر او وزګارتيا په هېواد کې د سياسي وضعيت د پېچلتيا تر ټولو مهمې پايلې دي، چې خلک يې له اساسي او اړينو اسانتياوو بې برخې کړي دي. د خوراکي توکو برابرول یو له مهمو بشري اړتیاوو څخه دی، چې له بده مرغه زموږ ډیری هیوادوال یې نشي ترلاسه کولای. پراخې بې وزلۍ او عمومي بېکاري د دې لامل شوې، چې ډېر ښاريان په خوارځواکۍ اخته شي او بيا په بېلابېلو ناروغيو اخته شي، چې وضعيت يې نور هم ستونزمن کړي دي. کله چې خلک نشي کولای خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي، نو څنګه کولای شي د خوارځواکۍ له امله د ناروغیو درملنه وکړي؟ داسې ښکاري چې تر څو چې په افغانستان کې د خبرو، تفاهم او عدالت پر بنسټ سیاسي حل نه وي رامنځته شوی، په هېواد کې به کړکېچن حالت دوام وکړي او په پایله کې به یې د افغانستان خلک د پخوا په پرتله لا ډېر له فقر، لوږې، بېکارۍ او ناروغۍ سره لاس او ګرېوان شي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *