خبرونه 17 جدی 1402 - 4 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

مدني بنسټونو د یوناما دفتر مشر د ښځو د تعلیم په تړاو تورن کړی دی

یو شمېر مدني بنسټونو او د بشري حقونو فعالانو په افغانستان کې د یوناما دفتر مشر د طالبانو په ملاتړ تورن کړی او په دیني مدرسو کې د نجونو د تعلیم په اړه یې د هغه څرګندونې غیر مسوولانه بللي دي. دغه بنسټونه چې شمېر یې ۶۰ مرکزونه او ۷۷ د بشري حقونو فعالان دي، د ملګرو ملتونو عمومي منشي ته په یوه پرانیستي لیک کې ویلي چې په دیني مدرسو کې د نجونو د زده کړې په اړه د مېرمن اوتنبایوا وروستۍ څرګندونې غیر مسوولانه او د نجونو پر زده کړو د بندیز د عادي کولو یوه هڅه ده. په دغه لیک کې دوی د افغان نجونو لپاره د عصري زده کړو پر اړتیا ټینګار کړی او خبرداری یې ورکړی چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د دیني مدرسو شمېر زیات شوی او دا کار به په ځوانانو او حتی له ښوونځیو بهر افراطیت ته وده ورکړي. طالبانو د افغانستان له واکه تر لاسه کولو وروسته په ټول افغانستان کې د جهادي ښوونځیو د جوړولو لړۍ پیل کړه او په تېرو دوو کلونو کې یې د هلکانو او نجونو لپاره زرګونه ښوونځي جوړ کړی دی. په دې لړ کې ویل شوي چې نجونې کولای شي په دیني مدرسو کې زده کړې وکړي. د بشري حقونو فعالان په دې باور دي چې په دیني مدرسو کې د نجونو د زده کړې وړاندیز ناسم او غلط پلان دی. ځکه چې دا نجونې افراطیت او غیر معقول تعلیم ته اړوي. په دیني مدرسو کې تر ډیره د دیني موضوعاتو درس ورکول کیږي او له دې امله چې په دې مدرسو کې د مضامينو څارنه نه کیږي، نو د نجونو د زده کړې مسوولیت دوی ته سپارل غیر معقول او ناسم کار دی. له همدې امله پر اغلې اوتانبایوا د طالبانو د ملاتړ تور لګول شوی دی. هغه وويل چې نجونې په ديني مدرسو کې زده کړې کولاى شي، خو دى نه پوهيږي چې په دغو ښوونځيو کې به نجونې څه ډول زده کړې کوي! د یوناما دفتر باید په دیني مدرسو کې د ښځو د زده کړې د منلو پر ځای طالبان قانع کړي چې افغان نجونو ته د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي. که زده کړه مطلوب او مشروع کار وي، د دیني او غیر دیني مدرسو ترمنځ هیڅ توپیر نشته. د پایلې په توګه، طالبان باید د ښځو حقونو ته درناوی وکړي او دوی ته پرته له کوم شرطه تعلیم ورکړي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *