اقتصادي 09 ثور 1403 - 2 هفته پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د اقتصادي او سوداګریزو فرصتونو د پېژندلو لپاره د طالبانو د سیمه ییزې همکارۍ غوښتنه

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د قزاقستان د صدراعظم له مرستیال جومانګارین سره په کتنه کې د سیمې له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له قزاقستان سره د اړیکو د پراختیا او د تعامل د زیاتولو لپاره د دغې ډلې په لېوالتیا ټینګار وکړ. په دې کتنه کې د طالبانو سیاسي مرستیال له افغانستان سره د سوداګرۍ، ترانزیټ او اوږدمهاله پانګونې اړیکو پراخولو ته د قزاقستان چمتووالي ته په اشارې سره وویل: “موږ غواړو د سیمې له هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګریزو فرصتونو د پېژندلو او ګټه اخیستنې په برخه کې همکاري وکړو.” هغه همدا راز د افغانستان نسبي ثبات ته هم اشاره وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې دا به له نورو هېوادونو سره په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د پراختیا بنسټ شي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *