حمید حلیمي، یو افغان باډي بلډر چې په امریکا کې ژوند کوي، د امریکا د فزیک ملي کمیټې یا MPC سیالیو کې د سرو زرو دوه مډالونه وګټل.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ دغه افغان باډي بلډر د ۲۰۲۳ کال د نومبر په نهمه او ۱۲مه د نارت ویسټ نارینه فزیک په سیالیو او د شمالي امریکا په کلاسیک سیالیو کې د سرو زرو مډال وګاټه. حليمي غواړي د دغه سپورټ مسلکي سياليو ته داخل شي او د باډي بلډینګ په لوړو سياليو کې د ګډون جواز ترلاسه کړي.