خبرونه 26 میزان 1402 - 6 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

فقر د له منځه وړلو نړیواله ورځ، او په افغانستان کې د فقر او بیکارۍ ډیرېدل

ملګرو ملتونو یو راپور خپور کړی چې ویلي یې دي په نړۍ کې شاوخوا ۷۰۰ میلیونه خلک په “سخته” فقر کې ژوند کوي. ملګرو ملتونو دغه راپور د سې شنبې په ورځ د اکتوبر په ۱۷مه د «بې وزلۍ د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې» په مناسبت خپور کړ. ډیری خلک چې په خورا بې وزلۍ کې ژوند کوي په غیر رسمي اقتصاد کې کار کوي او د اوږدې مودې کار کولو سره سره د خپل ځان او کورنۍ د ملاتړ لپاره کافي عاید نشي پیدا کولای. که څه هم په دغه راپور کې د افغانستان په اړه څه نه دي ویل شوي، خو تر دې وړاندې افغانستان د نړیوالو مرستندویه ادارو له خوا د نړۍ یو له بې وزلو هېوادونو څخه بلل شوی و. په دې وروستیو کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) اعلان کړی چې ۱۵ میلیونه وګړي چې د افغانستان د نفوس یو پر درېیمه برخه جوړوي، نه پوهېږي چې د دوی خواړه به له کومه شي. د بېکارۍ ترڅنګ فقر په نړۍ کې ډېر خلک اغېزمن کړي، چې د بېلابېلو لاملونو له امله رامنځته کېږي. د بې وزلۍ یو لامل جګړه او د امنيت نشتوالی ده. ښکاره خبره ده چې جګړه او سیاسي بدلونونه په امنیت، ثبات، معیشت، سوکالۍ او اقتصادي وده اغیزه کوي. یو متحرک اقتصاد د یو ځواکمن دولت څخه رامینځته کیږي، کوم چې د دقیق لنډ مهاله او اوږد مهاله پلان جوړونې په واسطه ترلاسه کیږي. افغانستان هم له دغو بدلونونو مستثنی نه دی او له بېلابېلو بدلونونو سره د فقر او کمزوري اقتصاد له ستونزو سره مخ شوی دی. په افغانستان کې د طالبانو رامنځته کېدل او د جمهوریت ړنګېدل په افغانستان کې د بې وزلۍ او بې روزګارۍ لامل شول چې زموږ د خلکو ژوند یې اغېزمن کړی دی. د اقتصادي بنسټونو سقوط په کابل کې د طالبانو د حضور یوه مهمه پایله وه، چې زموږ اقتصاد ته یې جدي ننګونه وکړه. همدارنګه، د پانګې وتل په افغانستان کې د بې وزلۍ د رامنځته کولو یو بل اغېزمن عامل دی. کله چې سوداګرو او اقتصادي فعالانو وضعیت مناسب ونه موندل، نو اړ شول چې خپله سرمایه له افغانستانه وباسي، چې دې کار د هېواد پر اقتصاد ناوړه اغېز کړی دی. ډیری هغه هیوادونه چې په افغانستان کې یې اقتصادي فعالیتونه درلودل، یا یې له افغانستانه وتلي او یا یې خپل کارونه بند کړي دي. په پایله کې، د بې وزلۍ او بېکارۍ د خپریدو لامل شو. د اټکلونو او شمېرو له مخې د افغانستان نږدې نیمايي نفوس له فقر او وزګارۍ سره لاس او ګرېوان دی، چې د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو هیله نه لري او له بده مرغه دې پدیدې د دوی پر شخصي او ټولنیز ژوند سیوری غوړولی دی. دې ننګونو په خلکو باندې ډیری رواني او فزیکي اغیزې لري، چې د دوی راتلونکی، په ځانګړې توګه ماشومان ګواښوي. نو که په افغانستان کې د بې وزلۍ او بېکارۍ د له منځه وړلو لپاره ژر اقدام ونه شي، نو وېره شته چې ډېر ژر به زموږ خلک د فقر له پراخ کړګيج سره مخ شي. نړیوال سازمانونه او همدارنګه د افغانستان دولت باید په افغانستان کې د بیکارۍ د له منځه وړلو لپاره جدي هڅې وکړي، ترڅو د بې وزلۍ د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې د رارسېدو سره لږ تر لږه د افغانانو ستونزې یو څه راکمې شي. زموږ خلک په عاجله توګه د نړیوالې ټولنې مرستې ته اړتیا لري او په دې برخه کې عاجل اقدامات اړین دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *