خبرونه 17 میزان 1402 - 7 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

اسلام اباد په پاکستان کې د ترهګرو بریدونو د زیاتوالي او په افغانستان کې د “سولې او امنیت” د برابرېدو په اړه اندېښمن دی

په دې وروستیو کې د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني ویلي، چې په افغانستان کې سوله او امنیت شته، خو په پاکستان کې ترهګریز بریدونه زیات شوي دي. د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي ویلي دي چې د افغانستان له خاورې ترهګریز بریدونه د پاکستان ثبات ګواښي او زیاته کړې یې ده چې د ګډې پولې په اوږدو کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) له خوا بریدونه زیات شوي، او د دې ډلې جنګیالیو “د افغانستان په خاوره کې پناه اخیستې ده.” تر دې وړاندې یو شمېر نورو پاکستاني چارواکو هم په دغه هېواد کې د ترهګرو بریدونو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې او ادعا یې کړې چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري او له همدې لارې پر اسلام اباد بریدونه پلانوي او ترسره کوي. د پاکستان نوي لومړي وزیر انورالحق کاکړ په دې وروستیو کې ویلي، چې له افغانستانه د امریکا “بېړنۍ وتل” په پاکستان کې د بریدونو د زیاتوالي لامل شوی دی. کاکړ دا ادعا هم کړې چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پاتې پوځي تجهیزات د پاکستاني ځواکونو پر ضد د مرګونو بریدونو لپاره کاروي. د پاکستان ځینو امنیتي چارواکو په ځلونو ادعا کړې چې تحریک طالبان پاکستان له افغانستانه د دغه هېواد پر ضد ترهګریز فعالیتونه کوي. د پاکستاني چارواکو له دغو تورونو وروسته، په کابل کې د طالبانو حکومت تل د اسلام اباد ادعاوې رد کړې او ټینګار یې کړی، چې هېڅ فرد یا ډلې ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي. د طالبانو د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد په افغانستان کې د دغې ډلې د بیا واکمنۍ د دوهمې کلیزې د نمانځنې په مراسمو کې د پاکستان د نوم له اخیستو پرته وویل: «موږ خپل ټول کوښښونه ترسره کړي او هڅه کوو چې ټول ډاډ ترلاسه کړو چي هیڅ غیر مسؤل شخص یا بهرنی تبعه یا د بل هیواد تبعه شتون نلري چې وسله وال وي او چا ته ګواښ وي، دلته هیڅوک اجازه نه ورکوي او نه هم دا زموږ د مشرتابه دریځ دی.» دا په داسې حال کې ده چې په اسلام اباد کې مېشت د خپلواکو څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز په دې وروستیو کې په یوه راپور کې ویلي چې د روان کال په لومړیو ۹ میاشتو کې په پاکستان کې تر ۷۰۰ ډېر کسان په ترهګریزو بریدونو کې وژل شوي دي. د دغه رپوټ له مخې دغه بریدونه زیاتره د پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا صوبو کښې شوی دی. نور رپوټونه دا هم ښيي چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره په پاکستان کې د وسله والو بریدونو، چاودنو او ناامنیو کچه په بې ساري ډول زیاته شوې ده. په داسې حال کې چې پاکستاني چارواکو پخوا “تصور” کاوه چې په افغانستان کې د طالبانو له کنټرول سره به د دوی د هېواد امنیت ښه شي.

د افغانستان په اړه د پاکستان تګلاره

داسې ښکاري چې د امنیتي وضعیت خرابېدل او په دې برخه کې د اسلام اباد د چارواکو اندېښنې د دغه هېواد په ستراتیژۍ کې ریښې لري چې له کلونو راهیسې د افغانستان پر ضد کارول کېږي. د افغانستان په اړه د پاکستان تګلاره، د کړکېچ د رامنځته کولو او د دغه کړکېچ د اداره کولو تګلاره د اسلام اباد په ګټه ده. په تیرو دوو لسیزو کې دغه ډول ستراتیژۍ د کړکېچونو په رامنځته کولو او د پرمختګونو په شکل ورکولو کې پرېکنده رول لوبولی دی. په دې موده کې، تر هغه چې په افغانستان کې د حامد کرزي او اشرف غني حکومتونه وو، پاکستان د افغان حکومت لپاره د طالبانو څخه د کمزوري کولو ډلې په توګه کار اخیست خو اوس چې طالبان په واک کې دي، دغه هېواد د ورته طالبانو د ننګولو لپاره نورې لارې چارې کاروي. که څه هم اسلام اباد له خپل تاسیس راهیسې تر اوسه په کابل کې د واکمنۍ د کمزوري کولو لپاره ډلو او قوتونو ته ماموریتونه او اسانتیاوې ورکړي، خو کله چې په هېواد کې سیاسي نظم ټینګ شي، سمدلاسه خپل تاکتیک بدلوي او هڅه کوي خپله ویجاړونکې لوبه بیا پیل کړي. په داسې یوه حالت کې ویلای شو چې حتی د طالبانو اوسنۍ اداره چې له پاکستان سره نږدې او اوږدمهاله اړیکې لري، هیڅکله به د کابل د ثبات، امنیت او نظم د تامین لپاره د اسلام اباد له صادقانه ملاتړ څخه برخمن نه شي. ځکه چی د هغه هېواد ستراتیژیکې ګټې په افغانستان کې د بې ثباتۍ او ناامنۍ په شتون کې دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *