فاکس نیوز په یوه راپور کې ویلي چې د امریکا جمهوري غوښتونکي سناتوران د یوه لایحې د تصویب په لټه کې دي چې له مخې به یې په افغانستان کې پر طالبانو سخت بندیزونه ولګول شي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا لایحه د “طالبانو د بندیزونو قانون” نومیږي او که د کانګرس لخوا تصویب شي، نو په دې ډله به نه یوازې د بشري حقونو د سرغړونې بلکې په ترهګریزو فعالیتونو او د مخدره توکو په سوداګرۍ کې د طالبانو د رول له امله نوي او سخت بندیزونه ولګول شي.