سلطان برکات چې په قطر کې د طالبانو له ملاتړو او خواخوږو څخه دی، په دې باور دی چې طالبان د نړیوالو له مرستې پرته پر افغانستان حکومت نه شي کولای.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ په یوه مقاله کې چې د الجزیرې په ویب پاڼه کې خپره شوې، د دوحې انسټیټیوټ د شخړو د مطالعاتو د مرکز پخواني مشر هیله څرګنده کړه چې د طالبانو مشران له دوه کلن نړیوال انزوا وروسته دې پایلې ته ورسېدل چې د ملي حاکمیت په اړه د دوی مفکوره او نړیوالو اړیکو ته نه پاملرنه عملي نه ده.