د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د اسيايي فوټسال په سياليو کې د غوره پايلو او نړيوال جام ته د لارموندنې وروسته، دغه لوبډله په نړيواله درجه بندۍ کې ځاى پر ځاى شوه.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د فوټسال په نړیواله درجه بندۍ کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په اسیا کې له ۱۲ مقام څخه ۸ مقام ته او له ۴۹ مقام څخه ۴۵ مقام ته پورته شوه. دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو ورځو کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د اسيا د فوټسال هېوادونو په سياليو کې پنځم مقام ته لاره پیدا کړ او د فوټسال په نړیوال جام کې یې د ګډون حق ترلاسه کړ. د رسنیو د راپورونو له مخې د فوټسال نړیوال جام ته د افغانستان تر بریا وروسته په اسیايي فوټسال کې افغانستان یو نوی ځواک شو.