تحلیل سیاسی 31 ثور 1402 - 11 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د ایران او طالبانو ترمنځ د اوبو د کړکېچ د حل لاره څه ده؟

له څو ورځو راهیسې د هلمند پر سیند د ایران د ادعا په اړه د کابل او تهران د چارواکو ترمنځ پیغامونه تبادله شوي، چې حساسیتونه یې زیات کړي دي. خو دا مسله لا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ ناڅرګنده ده او هر یو خپل دلیل لري. حقیقت دا دی چې د افغانستان او ایران په څېر هېوادونه په وچو او لږ اوبه لرونکی سیمو کې پراته دي، چې له امله یې په ۵۱ هجري لمریز کال کې د افغانستان او ایران ترمنځ یو تړون لاسلیک شو او د هغه وخت افغان حکومت ژمنه وکړه هر کال اوبه که په کافي اندازه وي، د ایران حق ورکړل شي. د وچکالۍ په زیاتیدو او د بندونو په جوړیدو سره دا بهیر ورو شوی او اوس د دواړو هیوادونو تر منځ په ننګونو بدل شوی دی. دا چې کوم اړخ حق دی، باید د دواړو هېوادونو او سیمې واقعیتونه په پام کې ونیول شي او د اسلام دښمنانو ته باید اجازه ورنکړل شي چې له دې څخه ناوړه ګټه پورته کړي او تاوتریخوالی خپور کړي. نن افغانستان په یوه بې ثباته او کړکېچن حالت کې دی او د یوې بلې ستونزې تر څنګ به وضعیت نور هم پېچلی کړي. د دواړو هېوادونو د سیاسي ګټو په خاطر باید د شخړو او جګړو ډګرونه له منځه ولاړ شي او د حقایقو په څرګندولو سره یوې اجماع او تفاهم ته ورسېږي. دوه هېوادونه د پخوا په پرتله تفاهم او ملګرتيا ته ډېر اړتيا لري او که يو يې زيانمن شي، بل به خامخا زيانمن کېږي. د اوبو د مسئلې په اړه د دواړو هېوادونو ترمنځ شته ناسم پوهاوي ته په پام سره پکار ده چې د افغانستان او ایران اړخونو په ګډون یو متخصص ټیم جوړ شي چې موضوع له نږدې او شواهدو سره وڅېړي او پایلې یې د خپلو هېوادونو مشرانو ته اعلان کړي. که دا چاره (د تخصصي ټیم جوړول) له خنډونو سره مخ شي، نو اړینه ده چې د ملګرو ملتونو له خوا یو پلاوی واستوي چې قضیه وڅیړي او د خپلو ساحوي څیړنو پایلې ورسره شریکې کړي او د دې راپور پر بنسټ به د ستونزې په اړه سم او عادلانه قضاوت وشي. په دې صورت کې به څرګنده شي چې ایا د طالبانو څرګندونې رښتیا دي که د ایران اسناد. پکار ده چې د ایران اسلامي جمهوریت او د طالبانو حکومت دواړه د حقایقو تر روښانه کیدو پورې له تشو او پارونکو څرګندونو ډډه وکړي او د شته حقایقو د څیړنې زمینه برابره کړي. د پردې تر شا لاسونه هڅه کوي چې د اختلافاتو ډرم ووهي او سیمه د جګړې په ډګر بدله کړي. نو د دواړو هېوادونو چارواکي باید په هوښیارۍ سره مسایل د اشرافو لاندې وساتي او د فتنې له فرصته دې بې برخې کړي. د دواړو هېوادونو او ولسونو د ګټو په خاطر بايد صبر او زغم ته په لومړي سر کې ځای ورکړل شي او د ابهامونو د حل لپاره بايد چټکې او څرګندې هڅې وشي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *