نوټ 08 سرطان 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د بلخاب جګړه؛ په ډله ییزه یا توکمیزه ډله کې جوړجاړی!

هغه ستونزه چې په بلخاب کې را منځته شوې یوه ډله ییزه ستونزه ده، خو پراخې پایلې لري او شونې ده، چې که دغه بحران مدیریت نه شي، نو یو زیات شمېر خلک به له ستونزو او ژوند له خطر سره مخ شي.

هغه ستونزه چې په بلخاب کې را منځته شوې یوه ډله ییزه ستونزه ده، خو پراخې پایلې لري او شونې ده، چې که دغه بحران مدیریت نه شي، نو یو زیات شمېر خلک به له ستونزو او ژوند له خطر سره مخ شي.
څرګنده ده چی مولوی مهدی د طالبانو غړی دي او ددی ډلی لپاره یی ډیر خدمتونه کړی دی خو د اختلافاتو له امله یی له اسلامی امارت څخه ليري شوي دی او بالاخره یی د ویشلو پریکړه کړي دي چی د دوی ترمنځ د اخ و ډب او جنجال سبب شو.
د مولوي مهدي له شاليد پرته؛ نوموړي مخکې له دې چې طالبان د افغانستان واک تر لاسه کړي، د طالبانو لپاره ډېر خدمتونه کړي دي او د همدغو هڅو په پایله کې د بامیان ولایت د استخباراتو د رئیس په توګه وټاکل شو. خو څه لامل شو چې نوموړی له دې مقامه په یو وخت ګوښه او کابل ته راوغوښتل شو؟
کارپوهان په دې باور دي، چې طالبان د مولوي مهدي له وفادارۍ او خدمتونو سره سره، د هغه له خوا د ځان د ګوښه کېدو او ګواښ احساس کوي. ځکه چې هغه یو غیر پښتون شخص او د جعفري مذهب د پیروانو څخه دی. لکه څنګه چې مولوي مهدي په خپلو څرګندونو کې پر دې مسئلې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې طالبان د نورو قومونو په تېره بیا د هزاره ګانو لپاره ځای نه لري.
که دا فرضیه سمه وي او د سیاسي ډګر څخه د مولوي مهدي ليرې کول د هغه د (هزاره) قوم او (شیعه) مذهب له امله وي، دا به د طالبانو او نورو توکمونو دواړو لپاره ستونزمن وي. ځکه چې په یو هیواد کې یو غیر پښتون سړی په لوړو دولتي څوکیو کې نه شي پاتې کیدای. حال دا چې د دوی ډله او سیاسي تمایلات یو شان وي.
خو هغه څه چې تر بل هر څه ډېر مهم دي هغه دا دي چې په ډله ييزو جوړجاړي او داخلي شخړو کې بايد خلک ښکېل نه شي او د يوه کس کړنه ټول ملت او د هغه دينونو ته ونه غځول شي.
تر هغې ورځې پورې چې هغه (مولوي مهدي) له طالبانو سره د یو متحد او د ډلې د غړي په توګه و، د هغه د دین او توکم په اړه هیڅ یادونه نه وه شوې او حتی اوس چې هغه له اسلامي امارت څخه ليري شوی دي، د هغه پلویان باید تورن او محاکمه نه شي.
د شيعه علماوو شورا او د ساداتو او هزاره قومونو مشرانو په بلخاب کې د جګړې په اړه خبرداری ورکړ او له هر هغه اقدام سره يې خپل مخالفت اعلان کړ چې د خلکو امنيت له ګواښ سره مخ کوي. خو له بده مرغه چې په منځګړتوب او خبرو اترو سره په بلخاب کې جګړه رامینځ ته شو او د سيمه ييزو سرچينو او نورو رسنيو د خبرونو له مخې يوه ډله ملکي وګړي د طالب سرتېرو له خوا په ډزو ووژل شول. که څه هم په دې وروستیو کې جګړه پای ته رسېدلې ده، خو وېره شته چې په راتلونکي کې به د دغو سیمو ځايي خلک په غچ واخيستل شي او خلک به له یوه ژور ناورین سره مخ کړي.
د طالبانو مرکزي حکومت له سختو ازموینو سره مخ شوی او د بې دفاع خلکو پر وړاندې د اسلامي امارت د پوځ له خوا د هر ډول اقدام مسوولیت به د دغه رژیم پر غاړه وي. نو له همدې امله هیله کیږي چې د خپلو ځواکونو په سمبالښت کې به ډیره پاملرنه وکړي ترڅو عام او ځایي خلک له خطرونو خوندي وي او په دې سیمو کې د قومي ویرې او انتقام فضا رامنځته نه شي.
نړيوال سازمانونه او د اسلامي کنفرانس سازمان هم بايد په دې اړه خپلې څېړنې او څارنې په جدي توګه وکړي، تر څو د بشري تراژيدۍ موضوع په پام کې ونيول شي او د جرم د ارتکاب په صورت کې مجرمين او عاملين معرفي او محاکمه شي او پر هغوى بنديز ولګول شي.

نویسنده
memmaradmin
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *