د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتو په مرکز کښې په یوه خبری کانفرنس کښې د ایران اسلامی جمهوریت او سعودی عربستان ته د مبارکۍ ورکولو په وخت ټینګار وکړ چی اسلام آباد اسرائیل په رسمیت نه پیژنی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د اسلام اباد او تل ابیب ترمنځ د اړیکو د عادي کیدو د امکان او په ځینو اسلامي هیوادونو لکه اندونیزیا باندې د فشار راوړلو په اړه د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې وویل: “زه نه پوهیږم چې پر اندونیزیا به فشار وي او که نه. خو د پاکستان په باره کې د دې مسئلې په رسمیت پېژندلو او منلو او د فلسطیني لوري له پرېکړې مخکې د اسرائیلو په رسمیت پېژندلو کې هېڅ امکان نشته.